د ریاضي څانګې په هکله:

لرليد:  

رياضي څانګه د خپل ليدلوري له مخې په پام کې لري، د اسلامي، ملي، علمي او اکاډميکو اصولو او ارزښتونو پربنسټ د باتجربه کادرونو او شته عصري سرچينو او منابعو په مرسته د هېواد د معنوي اړتياوو او غوښتنو سره سم د ماستري  په کچه برنامې پيل کړي.

ماموريت:

 د وړ او مسلکي کادرونو او شته امکاناتو په لرلو رياضي څانګه د لېسانس په کچه مسلکي کادرونو روزل ترڅو د ټولنې د اړتيا او غوښتنې سره سم د هېواد په پرمختګ او ابادۍ کې خپل علمي او معنوي مسوليت او رسالت ترسره کړي.

تاريخچه:

رياضي څانګه د هېواد په کچه د ملي ګټو او اړتياوو د پوره کولو په موخه دلوړو زده کړو وزارت د لزوم ديد  او د لغمان  پوهنتون د پېشنهاد پرپنسټ په ۱۳۹۶  هـ ش کال منظور او عملاً يي په اداري او تدريسي چارو پيل وکړ . د يادونې وړ ده چې د ښوونې او روزنې پوهنځې (۱۳۹۲-۱۳۹۶) هـ ش کال پورې د يوه ګډې څانګې (رياضي او فزيک) درلودونکې وه. خوشبختانه په ۱۳۹۶ هـ ش کال د لوړو زده کړو وزارت لازمه وګڼله چې ياده څانګه کلاسيک سيستم څخه کريدت سيستم  ته تبديله کړي او د فزيک له څانګې څخه جلا شي. اوس مهال  په ياده څانګه کې څلور صنفونه شتون لري چې پکې (۱۲۰) محصيلين ذکور او اناث عملاً په زده کړو بوخت دي.نوموړی څانګه څلورتنه مجرب استادان لري چی تردې دمه يی ټولنی ته پينځه دوری ځوان،مجرب ، مسلکې او په کار پوه فارغان  چی تعداد يې (۱۳۱) تنه کيږی وړاندې کړي دي.