د زراعت پوهنځي د رئیس پیغام:

10947ac0-be2b-4833-94af-818a3cb4f384

 

 

کرنې پوهنځی د لغمان پوهنتون په چوکات کې د دوه څانګو(ځنګلات او چاپيريال ساتنه، کرنيزاقتصاد او توسعه) په درلودلو سره د سيمې د اړتيا او غوښتنې سره سم د پوهنتون د تاسيس سره يو ځای منظور شوی. خوشبختانه اوس مهال کرنې پوهنځی په پنځه څانګو کې د ليسانس په کچه علمي کادرونه روزي او ټولنې ته يې د خدمت لپاره وړاندې کوي.

کرنې پوهنځی خپل رسالت او ليد لوری ته په کتو سره هوډ لري، چې په راتلوونکي کې د ماستر او دوکتور استادانو په مرسته علمي، څيړنيز پروګرامونه ترسره کړي او د مسلکي کادرونو د روزنې لپاره د زده کړې مناسب چاپيريال رامنځته کړي.

د پوهنځي اداره په خپلو ټولو اداري او علمي چارو په ترسره کولو کې د هيواد د نافذه قوانينو او لوړوزده کړو قوانينو، لوايحو، مقرراتو او طرزالعملونو ته ژمنه ده او د ټولو قوانينو په رڼا کې د پوهنځي اداري، علمي او بنسټيزې پراختيا لپاره هڅه کوي او غوره خدمات وړاندې کوي.

مونږ باوري يو چې کرنې پوهنخی به د مسلکي ټيم په مرسته د سيمې او هيواد د اړتياوو سره سم د يو علمي او څيړنيز بنسټ په توګه فعاليت کوي.

د سوکاله او اباد افغانستان په هيله

پوهنمل محمدباهر بزرګ زاده

د کرنې پوهنځي رئيس