د فزیک څانګې په هکله:

لرليد:

فزيک څانګه د خپل ليدلوري له مخې اراده  لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي او اکاډميکو څېړنو او پروګرامونو، د زده کړې غوره او پرمختللي او مناسب چاپېريال،په ملي او  نړيواله سطحه د  علمي او مسلکي تواميتونو په کولو او  محصلينو ته د غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره په سيمه کې ځانګړي باور تر لاسه او د يو پياوړي تحقيقاتي مرکز او څانګې په حيث ملي او نړيوال شهرت ولري.

ماموريت :

فزيک څانګه د خپلو با تجربه استادانو په درلودلو وياړي چې د هيواد په کچه به  ټولني ته ژمن مسلکي ښوونکې  وړاندې کړي ،

چي د خپلو وړتياوو او کاري مهارتونو پر مټ به وکولای شي شته ستونزې حل او نوي پرمختګونو ته د لاس رسي لپاره څېړنې تر سره او د پرمختګ لامل شي.

تاريخچه:

د فزيک او رياضي څانګه د لوړو زده کړو وزارت د محترم مقام له لورې په ۱۳۹۲ لمريز کال کې د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې منظور شوې ده، نوموړې څانګه د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې د دوه نورو څانګو (کيميا او بيولوژي) ترڅنګ قرار درلود، د دوی درسی خونې د لغمان پوهنتون په ساحه کې موجود وي،  په ۱۳۹۶ هجری لمريز کال کې د رياضي او فزيک ،کېميا او بيولوژي،   څانګې سره جلا شوياوکلاسيک سيستم یی په کريدت سيستم بدل شوو، چې په   ۱۴۰۰ هجري لمريز کال کې ټولوڅانګوپه مستقل ډول فارغان ټولنې ته وړاندې کړل، چې لا تر اوسه هم ادامه لري.