د ژورنالیزم څانګې په هکله:

د لوړو زده کړو وزارت

لغمان پوهنتون

ادبیات او بشر ي علوم پوهنځی

ژورنالېزم څانګه

ژونالېزم څانګه د لغمان پوهنتون په چوکاټ کې په کال (۱۳۹۰) کې د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي په چوکاټ کې په رسمي ډول تاسیس شوې ده. د پوهنتون له تأسیس سره سم د ژورنالېزم څانګې په فعالیت پیل وکړ او تر اوسه یې لس دورې فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي،  چې د نړیوالو او ملي رسنیو تر څنګ د هیواد په بېلابېلو ادارو کې دندې ترسره کوي.

یاده څانګه اوسمهال څلور تنه رسمي استادان لري چې شهرتونه یې په لاندې ډول دي:

ایمیل ادرس

د اړیکې شمیره

علمي رتبه

د پلار نوم

نوم

Yaha.yaqubi@gmail,com

 

۰۷۸۶۶۶۵۷۵۷

پوهنیار

غلام جیلاني

یحیی یعقوبي

Samad.adid@gmail,com

 

۰۷۸۳۳۰۹۶۸۰

پوهنیار

سید حسین

عبدالصمد حدید

Ahmadnaseri618@gmail.com

 

۰۷۸۳۷۱۹۴۹۶

نوماند پوهنیار

حمیدالله

احمد ناصري

Miakhalinamullah322@gmail.com

 

۰۷۸۸۰۸۴۳۲۲

نوماند پوهنیار

سید اغا

انعام الله میاخیل

 

تر اوسه ژورنالېزم څانګې لس دورې فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړې دي، چې تعداد او ارقام یې په لاندې جدول کې وړاندې شوي دي:

ګڼه

کال

د فارغانو شمیر

۱

۱۳۹۴

۲۵ تنه

۲

۱۳۹۵

۴۷

۳

۱۳۹۶

۵۶

۴

۱۳۹۷

۱۱۱

۵

۱۳۹۸

۹۱

۶

۱۳۹۹

۹۳

۷

۱۴۰۰

۸۰

۸

۱۴۰۱

۶۰

۹

۱۴۰۲

۵۳

۱۰

۱۴۰۳

۳۱

دم ګړۍ دغه څانګه څلور ( لومړی، دویم، دریم او څلورم ) ټولګي لري، چې ( ۱۹۶) محصلان په کې په زده کړو بوخت دي:

ګڼه

ټولګی

دمحصیلینو شمیر

 

مجموعه

کتنې

نارینه

 

۱

لومړی

۷۲

 

 

 

۲

دویم

۵۰

 

 

 

۳

دریم

۴۶

 

 

 

۴

څلورم

۲۴

 

 

 

۵

مجموعه

۱۹۶

 

 

 

 

د درسي نصاب او کریکولم له مخې د ژورنالېزم څانګه څلور کاله لوستل کیږي، چې هر محصل د اتو سمسترونو له ازموینو کامیاب راوتلو په نتیجه کې او دمونوګراف له لیکلو او دفاع له پوهنتون څخه د لیسانس په کچه د فراغت سند او ترڅنګ یې د اتو سمسترونو د نمراتو ترانسکرپت تر لاسه کړي. د دغه سند او ترانسکرپت له مخې هر محصل کولای شي په هیواد کې دننه اویا بهر خپلو لوړو زده کړو ته ادامه ورکړي

 

د ژورنالېزم څانکې لرلید او ماموریت

  • لرلید

ژورنالېزم څانګه غواړي، چې په راتلونکي کې د پوهنځي په توګه د هېواد او سیمې په کچه د معیاري زده‌کړو، رسنیزو مطالعاتو او علمي څېړنو په برخه کې مخکښه علمي برنامه شي.

 

  • ماموریت

د ژورنالېزم څانګه د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې محصلانو ته په ملي او نړۍواله کچه د معیاري زده‌کړو او مسلکي مهارتونو د ودې زمینه برابروي؛ ترڅو د ټولنې او کاري مارکېټ غوښتنو او اړتیاوو ته په کتو، د رسنيز چوپړ په موخه، مسلکي او ژمن کادرونه وړاندې کړي.