د ښوونې او روزنې پوهنځي د رئیس پیغام:

لغمان پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځی په ۱۳۹۲ ه ش کال کې د ټولنې اړتياوو ته په کتو په ياد پوهنتون کې  تأسيس شوی چې تر دې مهاله يي( ۵۴۱ )تنه ځوان کادرونه په مسلکي زده کړو او وطني مينې سمبال ټولنې ته د چوپړ لپاره وړاندې کړي. د ياد پوهنځي ټوله اداره د پوهنځي په څير ځوانه او په نوې ټکنالوژۍ او تخصصي لوړو زده کړو سمبال دی چې د زده کړيالانو په روزنه کې رغنده مثبت رول لوبوي. ښوونې او روزنې پوهنځی دا مهال يواځې څلور څانګې (ریاضي،فزیک،کیمیا،بیولوژي) لري چې د( ۱۹) تنه استادانو له خوا يې درسي بهير پرمخ وړل کېږی. د لغمان پوهنتون ستراتيژيک پلان پر بنياد به په نږدې راتلونکې کې د تاریخ او اسلامي ثقافت  څانګې په ياد پوهنځي کې رامنځ ته شي، چې پرمټ به يې د ګران هېواد په خاص ډول د لغمان ولایت د پوهنې ریاست په برخه کې د تاریخ او اسلامي ثقافت مسلکي ښوونکو د کمبود شته ستونزه رفع شي.    

د ښوونې او روزنې پوهنځی اداره ژمنه ده چې د ياد پوهنځي زده کړيالانو ته د زده کړو غوره چاپېريال او سربېره پر تيوريکي  زده کړو د عملي زده کړو لپاره فرصتونه رامنځ ته کړي، چې نوموړو موخو ته د رسېدو لپاره يي د کتابتون د غني کولو او ښوونې او روزنې پوهنځی پرمختللي لابراتواري وسايلو د رانيولو لپاره يې کوټلي ګامونه اخيستي او په نږدې راتلونکي کې به په ياد پوهنځي کې زده کړيالان د پرمختللي لابراتواراو کتابتون درلودونکي وي.  

د ښوونې او روزنې  پوهنځي اداره هڅه کوي چې د ټاکل شوي ليد لوري پر بنأ د نوښتونو يو فعال مرکز واوسي او تر څنګ يې خپله ټوله پاملرنه  درسي چارو، د ژوند په اوږدو کې زده کړو، مسلکيتوب، څېړنو، فرصتونو رامنځ ته کولو، او د هېواد دننه او نړيوالو ټولنو سره اړيکو لرلو ته ځانګړې کړي.په عمومي ډول زمونږ ماموريت د ښوونې او روزنې  په برخه کې معياري تدريس، څېړنو او زده کړو لپاره د سيستماتيکو تګلارو رامنځ ته کول دي، چې پرمټ به يې داسې مسلکي او مجرب ښوونکې وروزل شي چې سربېره پر تخنيکي پوهې ټول هغه مهارتونه چې په نوې نړۍ کې د يو بريالي او مسلکي  ښوونکې لپاره اړين دي له ځانه سره ولري.

پوهنیار اریانا عبدالرحیمزی

د ښونې او روزنې پوهنځی رئیس