د کتابدارۍ څانګې په هکله:
لغمان پوهنتون
د ادبیات او بشر ي علوم پوهنځی
د کتابتون او معلوماتي ساینس څانګه
کتابتون او معلوماتي ساینس څانګه د لغمان پوهنتون په چوکاټ کې په کال (۱۳۹۰) کې د استاد سيد ضیاء الرحمن بنوري په واسطه په لومړي ځل د ټول افغانستان په کچه د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي کې په رسمي ډول تاسیس شوه چې د پوهنتون د ایجاد په پروسه کې د سرڅیړونکي استاد زلمي هیوادمل له لوري یې سپارښتنه هم شوې وه.
د کتابتون او معلوماتي ساینس څانګه د نړۍ په کچه د علم او معلوماتو د خونديتوب او خپراوي په برخه کې یو ستره او با ارزښته مرجع ګڼل کیږي او د یو هیواد د ملي فرهنګ، سیاست او تاریخ په ترویج او توسعه کې هم پوره لاس لرلای شي او د ملي هویت د ساتلو او پاللو اهداف هم د کتاب او کتابتون پرمټ تمویلیدلی شي یو با ارزښته څانګه ده.
یاده څانګه اوسمهال درې تنه رسمي استادان لري چې شهرت یې په لاندې ډول ده
ایمیل ادرس |
د اړیکې شمیره |
علمي رتبه |
د پلار نوم |
نوم |
ziaurrahmanbanouri@gmail.com |
0799414803 |
پوهندوی |
سید ګل اغا بنوری |
سید ضیاالرحمن بنوری |
shahabimad@gmail.com |
0780633731 |
پوهنیار |
اصحاب الدین |
عمادالدین شهاب |
Mayeel.naeemi2019k@gmail.com |
0731597931 |
نامزد پوهنیار |
محمد نعیم |
مایل نعیمي |
کتاب او کتابت هغه څه دي چې د ټولنیز او ملي ستراتیژیکو مسایلو د خوندیتوب دنده پخپله غاړه لري؛ نو د لغمان پوهنتون د کتابتون او معلوماتي ساینس څانګه د همدغو اهدافو د پاللو تمویل او ملاتړ په موخه رامنځته شوې ده.
دم ګړۍ دغه څانګه څلور ( لومړی، دویم، دریم او څلورم ) ټولګي لري، چې ( ۱۲۳)زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي:
ګڼه |
ټولګی |
دمحصیلینو شمیر |
مجموعه |
کتنې |
۱ |
لومړی |
۳۹ |
۳۹ |
|
۲ |
دویم |
۳۲ |
۳۲ |
|
۳ |
دریم |
۳۳ |
۳۳ |
|
۴ |
څلورم |
۱۹ |
۱۹ |
|
۵ |
مجموعه |
۱۲۳ |
۱۲۳ |
|
د درسي نصاب او کریکولم له مخې د کتابدارۍ او معلوماتي ساینس څانګه څلور کاله لوستل کیږي، چې هر محصل د اتو سمسترونو له ازموینو کامیاب راوتلو په نتیجه کې او دمونوګراف له لیکلو او دفاع له پوهنتون څخه د لیسانس په کچه د فراغت سند او ترڅنګ یې د اتو سمسترونو د نمراتو ترانسکرپت تر لاسه کړي.
د دغه سند او ترانسکرپت له مخې هر محصل کولای شي په هیواد کې دننه اویا بهر خپلو لوړو زده کړو ته ادامه ورکړي .
لرلید
د کتابتون او معلوماتي ساینس څانګه د ځوانو کدرونو په لرلو سره غواړي راتلونکي کې خپل محصلان د کتابتون او معلوماتي ساینس د نویو تجربو په رڼا کې په داسې مسلکي پوهه سمبال کړي تر څو هیواد کې د دې مسلک له خلکو سره مرسته وکړي.
ماموریت
د کتابتون او معلوماتي ساینس څانګه ویاړي، چې په تخصصي توګه د کتابدارۍ او معلوماتو په برخه کې محصلان روزي، چې د خپل تخصص او استعدادونو په مرسته به هیواد کې د کتابدارۍ په برخه کې شته ستونزو ته حل لارې پیدا کړي او د الیکترونیکي او غیر الیکترونیکي وسایلو په وسیله به د کتابدارۍ په برخه کې باکیفیته خدمتونه وړاندې کړي.