د کیمیا څانګې په هکله:

لرليد:

کيميا څانګه په راتلونکي کې دا هيله لري چي د افغانستان د بيا رغونې، ودې او هم د هيواد اړتيا اړوند علمي کادرونه  وروزي تر څو په اکاډميکه سطحه د سيمې او نړۍ وړ ضرورتونو ته ځواب ووايي او زده کړيالانو ته د غوره او باکيفيته  چوپړونو په وړاندې کولو سره په سيمه کې ځانګړی باور تر لاسه او د يو پياوړي څيړنيز مرکز او څانګې په  توګه  ملي او نړيوال شهرت ولري. د داسې اشخاصو روزنه چې دالله (ج) په خلقت (طبيعت) کې د الله (ج) د قدرت او وحدانيت نښې ولټوي او هغه د بشر د نيکمرغيو لپاره را وسپړي او مطالعه يې کړي .

ماموريت:

کېميا   څانګه د با تجربه استاذانو په درلودلو  سره  غواړي  ټولنې ته ژمن مسلکي ښوونکي وړاندې کړي، چي د نني وخت او زمان غوښتنو ته ځواب وويلای شي، سربيره پردې د شته ستونزو حل اونويو  پرمختګونو ته لاس رسي لپاره څېړنې تر سره کړي. ديوې اخلاقي پاليسۍ په درلودو سره يو ښه معياري درسي چاپيريال  جوړ کړي، او لکه څرنګه چې د طبيعي علومو تعريف ده چې په تجربو ولاړ علم دي، نو په همدې اتکا به ټولني ته داسې ښوونکي وړاندې کړې چې په ذهن کې تيوري او تجربه يعنې عمل دواړه له دې ځای څخه ټولنې ته انتقال کړي.

تاریخچه:

 د هيواد په کچه د ملي ګټو او ضرورتونو د پوره کولو په خاطر دلوړو زده کړو وزارت لازمه وګڼله چې د لغمان په پوهنتون کې کيميا څانګه په ۱۳۹۶  هـ ش کال منظور او عملاً يي په اداري او تدريسي بهير پيل وکړ . د يادونې وړ دی چې د ښوونې او روزنې پوهنځې (۱۳۹۲-۱۳۹۶) هـ ش کال پورې د يوه ګډې څانګې (کيميا او بيولوژي) درلودونکې وه. خوشبختانه په ۱۳۹۶ هـ ش کال د لوړو زده کړو وزارت لازم وګڼله چې ياده څانګه کلاسيک سيستم څخه کرديدت سيستم  ته تبديله کړي چې په ياده څانګه کې فعلاً څلور صنفونه شتون لري .په نوموړې څانګه کې (۳۵۸) محصيلين ذکور او اناث عملاً په زده کړو بوخت دي.