د فقه او قانون څانګې په هکله

د فقه او قانون څانګه:

د شرعیاتو پوهنځي فقه او قانون څانگه د مسلکي او علمي کدرونو دروزنې په پار د افغانستان د ديني ثانوي مدارسو او عامو مکاتبو د ۱۲ ټولګي فارغانو لپاره رامنځته شوی په همدې اساس د فقه او قانون برنامه د لیسانس دورې لپاره هغه څوک د یوه فارغ په توگه پېژني چې ١٦٦ کرېدیتونه یې په څلور کلنه تحصیلی دوره ( ۸ سمسترونو) په سهارنی / ورځنی او شپنی دورو کې بشپړ کړي وي، او د پوهني، مهارتونو او سلوکیاتو په برخه کې په لاندي شرایطو برابر وي:

۱. د شرعي متونو تحليل او له هغې څخه د دقیق فهم اخیستلو وړتيا لول.

۲.  د استادی سپيڅلې دنده پر مخ وړل او د هېواد د بچیانو خدمت کول.

۳. د څېړنو له لارې د ټولنې لپاره کار کول.

۴. د ټولني د وگړو تر منځ د هماهنګي پیدا کولو ورتیا درلودل.

۵. معاصرو مسایلو ته د اسلامی شریعت او قوانینو په رڼا کې دحل لارې پيدا کولو وړتيا لرل.

۶. د اسلامي فقه او قانون ترمنځ د مقایسی وړتیا درلودل.

۷. د عربی ژبې څخه ملي ژبو ته او بالعکس د ژباړې وړتیا درلودل.

۸. په ټولنه کې د مثبت بدلون راوستلو وړتیا درلودل.

۹. د قاضي په حيث د قضاء سپېڅلی دنده پرمخ وړل.

۱۰. د مظلومانو له حقوقو څخه د مدافع وکیل په حيث د دفاع کولو وړتیا درلودل.

۱۱. د اسلامي شريعت د اصلي مصادور څخه د استفادې وړتیا درلودل.

۱۲. د عدليې وزارت او نورو اړوند ادارو کې د کارمند په حيث د دندې ترسره کولو وړتیا درلودل.

۱۳.  د ملي ارزښتونو او د ټولنې وګړو د حقوقو څخه د دفاع لپاره د څارنوال په حيث د دندې ترسره کولو وړتيا درلودل.

۱۴. په دولتي او غير دولتي ادارو کې د مشاور په حيث د دندې اجرا کولو وړتیا درلودل.