لغمان پوهنتون کې د حفاظو محصلینو ترمنځ د حسن قرائت سیالۍ ترسره شوه.

یاده غونډه چې په همدې موخه د لغمان پوهنتون په عمومي مسجد کې جوړه شوې و، په کې د علمي، محصلانو، مالي او اداري چارو مرستیالانو سربېره، د پوهنځیو رئیسانو، د دعوت او ارشاد امر، د ارزونې کمېټې پلاوو محصلینو ګډون درلود.
مجلس د قرآن کریم مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو، سرکې د علمي چارو مرستیال پوهنمل دوکتور عبدالوکیل بارکزي د ښه راغلاست او هرکلي ترڅنګ یاده برنامه د محصلینو علمي سطحې په لوړوالي کې اړین وباله او راتلونکي کې د دې ته ورته برنامو برابرولو ژمنه وکړه.
د حسن قرائت په یاده سیالۍ کې له ۸۵ حافظانو څخه ۲۰ تنه حافظان دازموینې له پاره انتخاب شوي و، چې پایله کې د ارزونې کمېټې له لوري دوه تنه ممتاز حافظان، قاري صاحب کفایت الله نیازي لومړی مقام او قاري صاحب ثناءالله دویم مقام ترلاسه کړل، چې د پوهنتون رهبري له لوري په ستاینلیکونو او تحایفو ونازول شول. مجلس د د.عوت او ارشاد امر محترم مو.لوي صاحب دلاور حلیم په دعایې سره پای ته ورسېده.