اګرانومي دیپارتمنت په هکله:

د اګرانومی څانگي تاريخچه

 د کرني پوهنځي د لغمان پوهنتون تاسیس سره سم په ۱۳۸۹ کال کي ايجاد شو چي د اګرانومی دپیارټمنت په (۱۳۹۷) کال کې رامینځته شو. چي د لوړو زده کړو د محترم وزرات په لزوم دید او حکم سره نوموړي دپیارتمنت د دری تنه مسلکي استادان استحدام شول چي اوس مهال په دي څانګي کي ۴ تنه استادان چي دوه تنه يي د دوکتورا په زده کړو بوخت دي او پاتي دوه تنه د ماستري ترکچي زده کړي په فعاله توګه خپل علمي او مسلکي پروګرامونه ترسره کوي تر دي مهال يي درې  دورې فارغان تولني ته خدمت په منظوري وړاندي کړي دي د نویو محصلینو دنوم ليکني اوشاملیدو شمیر په هر کال كي تقربيا ۵۰ تنو ته رسیږی.

لیدلوری

د اګرانومي لیسانس برنامه د اغېزناکو رهبریو او مسلکي بشري ځواک په لرلو د ټولنې د اړتیاوو سره سم به د معیاري تحصیلي خدماتو او علمي څېړنو په ترسره کولو د علم تولید او د هېواد هر اړخیزې دوامدارې پرمختیا په برخه کې د سیمې په کچه ځانګړی مقام خپل کړي.

ماموریت

د اګرانومي لیسانس برنامه د علم تولید، معياري علمي څېړنې او لازمو مهارتونو په اساس د کار د بازار اړتیاوو ته په کتنې ټولنې ته د مسلکي او ژمنو کادرونو وړاندې کول خپل ماموریت ګڼي، په دې توګه د هېواد په هر اړخیز او دوامداره پرمختیا کې اغیزناکه برخه اخلي.