د انجنیري پوهنځي لرلید ، رسالت او تاریخچه

انجنيري پوهنځی

لیدلوری

په انجنيري مسلک کې  د هېواد په کچه د تدريس، څېړنو او نوښتونو یو معیاري او فعال مرکز اوسېدل.

 

ماموريت

د شته امکاناتو په مرسته په مسلکي پوهه، تخنیکي مهارتونو، اسلامي او ملي روحیه سنبال د ليسانس په کچه انجنیران روزل. 

تاريخچه

انجنیري پوهنځی په ۱۳۹۳ هـ ل کال کې د لغمان پوهنتون په چوکاټ کې تأسیس شوی، اوس مهال دوه فارغ ورکوونکې څانګې( سېول انجنيري او د اوبو زېرمو او چاپيريال انجنيري)  لري او هره څانګه د لیسانس په کچه یوه، یوه علمي برنامه لري. انجنیري بوهنځی (۱۰) تنه علــــــــمي کادر غړي، (۲) اداري کارکوونکي، يو لابرانت او (۲) خــــــــــــدماتي کارکوونکي لري. د انجنيري پوهنځي ټول استادان د وخت د غوښتنو سره سم په عصري ټکنالوژۍ سمبال او ځوان کادرونه دي چې تدريس، خدمت او پرمختګ لپاره ښه انرژي له ځانه سره لري.  په ۱۴۰۴-۱۴۰۳ تحصیلي کال کې په دواړو څانګو کې د برحال محصلینو تعداد (۴۲۹) تنه دی. انجنیري پوهنځې تر دې مهاله په اتو دورو کې ( ۶۲۷) تنه سېول انجنیران د لیسانس په کچه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړيدي، د انجنیري پوهنځي زیاتره فارغان په دولتي او خصوصي سکتور کې په مسلکي دندو بوخت دي او یو شمېر فارغان د ماسترۍ او دوکتورا په کچه په لوړو زده کړو بوخت دي.