د بیولوژي څانګې په هکله:

لر ليد:

د بيولوژي ډيپارټمنټ په راتلونکې کې دا هيله لری چی د افغانستان د بيا رغونې، ودې او هم د هيواد اړتيا اړوند  په مختلفو څانګو کې  علمي کادرونه  وروزی تر څو په اکاډميکه سطحه د سيمی او نړۍ وړ ضرورتونو ته ځواب ووايي .

رسالت:

بيولوژي ډيپارټمنټ ټولنې، سيمی او هيواد ته د بيالوژيست په معيار د خدمت لپاره وړ علمي کادرونه وړاندې کوی . همدارنګه د ټولنې او بشر د شته ستونزو دحل او نوی پرمختګونو سره د بلدتيا په موخه څيړنې تر سره کړی او د  يو ښايسته ما حول په برابرولو کې خپله ونډه  واخلې .

تاريخچه:

 بيولوژی څانګه د هيواد په کچه د ملي ګټو او ضرورتونو د پوره کولو په خاطر دلوړو زده کړو وزارت لازم وګڼله چې د لغمان په پوهنتون کې بيولوژي څانګه په ۱۳۹۶ هـ ش کال منظور او عملاً يي په اداري او تدريسي بهير پيل وکړ . د يادونې وړ دی چې د ښوونې او روزنې پوهنځې (۱۳۹۲-۱۳۹۶) هـ ش کال پورې د يوه ګډې څانګې (کيميا او بيولوژي) درلودونکې وه. خوشبختانه په ۱۳۹۶ هـ ش کال د لوړو زده کړو وزارت لازم وګڼله چې ياده څانګه کلاسيک سيستم څخه کرديدت سيستم  ته تبديله کړي چې په ياده څانګه کې فعلاً څلور صنفونه شتون لري .په نوموړې څانګه کې (۳۵۸) محصيلين ذکور او اناث عملاً په زده کړو بوخت دي.نوموړی څانګه څلورتنه باتجربه او په نوی ټيکنالوجی سمبال استادان لري چی تردې دمه یی ټولنی ته پينځه دوری فارغان  چی تعداد يی (۳۱۵) تنه کیږی وړاندې کړي دي.