د نباتاتو ساتنې څانګې په هکله:
لرليد:
په مسلکي ډول د محصلینو روزل همدارنګه د محصلینو علمي او تحقیقي مهارتونو تقویه کول تر څو د هیواد او سیمې په کچه د نباتاتو ساتنې په هکله یو بنیادي او علمي تحقیق ترسره کړي.
ماموريت :
د مسلکي کادرونو روزل چې نباتي ناروغي او نباتي افتونه وپیژني او د مخنیوي په خاطر يې څیړنې ترسره کړي څو نباتي محصولاتو ته ورپیښیدونکي زیانونه راکم او یوه با ثباته کرنه رامنځ ته شي.
تاريخچه:
د نباتاتو ساتنې څانګه د کرنې پوهنځي د مهمو څانګو له جملې څخه ده. چې په ۱۳۹۳هـ ش کال کې د لغمان پوهنتون د کرنې پوهنځي په چوکاټ کې منظور شوې او په همدې کال د کانکور امتحان له لاري ورته محصلین معرفي شوي دي . دا چې کرنې پوهنځی د درسي او اداري خونو لپاره تعمير لري نو د نباتاتو ساتنې څانګې درسي خونې هم په همدې تعمير کې دي. په ۱۳۹۶ هـ ش کال لوړو زده کړو وزارت د لزوم ديد په اساس د کرنې پوهنځی درسي سیستم د کلاسيک څخه کريدت ته تبديل شو نو ياده څانګه کې هم د کريديت سیستم تطبيق شو.
د څانګې موخې او اهداف:
- د نباتاتو ساتنې د نوي تخنیکونو کشف او په عملي ډول د هغو تشریح کول چې ترڅو د نباتي محصولاتو د ضایعاتو مخنیوي وشي.
- له کرنیز پلوه د ګټورو حشراتو او پتوجنونو معرفي کول او د بیولوجیکي کنترول د لاملینو کتلوي تولید تر څو په کرنیزو نباتاتو باندې د افت وژونکو استعمال ټیټ حد ته ورسیږي.
- د بائیو کنترول په هکله مهمې څیړنې ترسره کول تر څو د بائیو کنترول نوي لاملین کشف او د نباتاتود تنظیم محفوظې، عملي او اقتصادي لارې چارې پیداشي.
- د نباتي ناروغیو او بې نظمیو د ژوندي( Biotic) ، نیمه ژوندي ( Mesobiotic) اوغیر ژوندي( Abiotic) عاملینو او سببونو مطالعه کول.
- د نبات، پتوجن او محیط ترمنځ د اړیکو او همدرنګه د پتوجن پواسطه د منځته راغلې ناروغۍ د پرمختګ میکانیزم مطالعه کول.
- د څیړنو ترسره کول چې تر څو د یو مشخص پتوجن او افت د مخنیوي لپاره یو مشخص کیمیاوي درمل ولرو.