هارتیکلچر څانکې په هکله:

تاریخچه:

د هارټيکلچر څانګه د زراعت پوهنځي په چوکاټ کی په ١٣٩٠ کال کې رامنځته شوه خو په فعالیت یې په ١٣٩١ کال شروع وکړ. لومړنې فارغین یی په ١٣٩٥ کال کې ورکړل چی مجموعی فارغین یی تر دې دمه شپږ دوری کیږی. تر دې دمه یې ټوټال ٣٤٧ تنه محصلین فارغ کړي دی. د استادانو شمیر یی ٤ تنه دی چی دری تنه یی  ماستران دی او یوتن یی د  دوکتورا  په زده کړو بوخت دی.

لرليد:

د مسلکي کادرونو له لارې د هارټيکلچر د ودې له پاره د موجوده امکاناتو څخه اعظمي استفاده او په دې برخه کې د هيواد اقتصادي، صنعتي او غذايې ضرورتونو ته مثبت ځواب.

ماموريت:

د هارټيکلچر څانګه د اکاډميک مسوليت او رسالت له مخې د عصري تکنالوژي څخه په استفادې د ليسانس په سويه علمي کادرونو ته د هارټيکلچر په برخه کې د مسلکي پوهې د انتقال تعهد لري، تر څو د هارټيکلچر په برخه کې د علمي څيړنو او ليکنو په مټ د هيواد د اقليم، خاورې، اوبو او نباتي جرم پلازم څخه موثره استفادې تر څنګ د با کيفيته محصولاتو د توليد، ساتلو او پروسس له لارې د کال په ټولو فصلونو کې داخلي مارکيټونه مشبوع او خارجي مارکيټونو ته صادر کړل شي.