د انګلیسي څانګې په هکله:

د انګلیسي څانګې تاريخچه:

په لغمان پوهنتون کې د ادبياتواو بشري علوموپوهنځی د پوهنتون د څلورګونوپوهنځيو په لړ کې دی. ياد پوهنځی څلور څانګې لري چې له دې جملې څخه انګلیسي څانګه په (۱۳۹۲ل) کال کې تاسيس شوې ده. تراوسه نوموړې څانګې څلور دورې فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي چې وضاحت يې په دې ډول کولی شو:

  1. په (۱۳۹۶ل) کال کې (۳۳) تنه فارغان چې په دې کې (۲) تنه نجونې او (۳۱) تنه هلکان.
  2. په (۱۳۹۷ل) کال کې (۵۰) تنه فارغان چې په دې کې د انجنو شمېر (۰) او ټول (۵۵) تنه هلکان.
  3. په (۱۳۹۸ل) کال کې (۳۹) تنه فارغان چې په دې کې د انجنو شمېر(۰) او ټول (۳۹) تنه هلکان.
  4. په (۱۳۹۹ل) کال کې (۷۷) تنه فارغان چې په دې کې د انجنو شمېر(۰) او ټول (۷۷) تنه هلکان
  5. په (۱۴۰۰ل) کال کې (۷۱   ) تنه فارغان چې په دې کې د انجنو شمېر(۱) او ټول (۷۱  ) تنه هلکان
  6. په (۱۴۰۱ل) کال کې ( ۶۱  ) تنه فارغان چې په دې کې د انجنو شمېر(۲) او ټول ( ۶۱  ) تنه هلکان
  7. په (۱۴۰۲ل) کال کې (۵۵   ) تنه فارغان چې په دې کې د انجنو شمېر(۰) او ټول (۵۵ ) تنه هلکان
  8. په (۱۴۰۳ل) کال کې (۴۶   ) تنه فارغان چې په دې کې د انجنو شمېر(۰) او ټول ( ۴۶  ) تنه هلکان

دنده

علمي رتبه

د تحصیل درجه

پلار نوم

نوم

شمېره

د څانګې مشر

پوهنمل

ماستر

محمد عظیم

هدایت الله باور

۱

استاد

پوهنمل

ماستر

نورالحق

سردارولی اسرار

۲

استاد

پوهنمل

ماستر

پاینده محمد

عبدالبصیرصافی

۳

استاد

پوهنمل

ماستر

دل اغا

حمزه عاطف نګار

۴

استاد

پوهنیار

دوکتورا جریان

عبدالجبار

سمسور سهاک

۵

استاد

پوهنیار

دوکتورا جریان

فضل الرحمن

ملنګ مومند

۶

استاد

پوهنیار

دوکتورا جریان

ملاجان

اسماعیل ستانکزی

۷

استاد

پوهنیار

ماستر

سید اکبر

ذبیح الله عرب

۸

استاد

نامزادپوهنیار

لسانس

محمد پاچا

رحمان الله رحماني

۹

 

د انګلیسي څانګه اوس مهال په (۱۴۰۴ل)کال کې اته تنه استادان لري. داچې درې تنه د دوکتوراپه زده کړو بوخت دی، نواوسمهال یې تدریس چارې دپنځه تنه  رسمي اوپنځه تنه قراردادي استادانولخواپرمخ وړل کیږي، چې درسمي استادانو پیژندنه یې په دې ډول ده:

 

لیدلوری (Vision)

د لغمان پوهنتون (LU) د انګلیسي ژبې څانګه پوره باور لري چې دا پوهنتون به د انګلیسي ژبې ویونکو او د انګلیسي ژبې د ښوونکو د مسلکي ودې لپاره، هم په دې پوهنتون کې او هم په ټول افغانستان کې، رهبري او هر اړخیز ملاتړ برابر کړي.
لغمان پوهنتون د انګلیسي ژبې او ادبیاتو په برخه کې د لیسانس په کچه (Bachelor of Arts) علمي درجه وړاندې  کړي.

ماموریت (Mission)

د دې تحصیلي پروګرام موخه دا ده چې محصلین داسې وروزي چې وکولای شي انګلیسي ژبه د مسلکي موخو لپاره وکاروي، تدریس کړي او ترې ګټه واخلي، نړیوالو معلوماتو ته لاسرسی ومومي، له نړیوالو بنسټونو او ټولنو سره اغېزمن تعامل او کاري اړیکې ولري، خپلې لوړې زده کړې ته دوام ورکړي، او په پایله کې د خپل ځان، خپلې ټولنې او خپل هېواد د ژوند کیفیت ښه کړي.د لغمان پوهنتون د انګلیسي ژبې څانګه باور لري چې باید د افغانستان د اسلامي ارزښتونو او کلتوري دودونو په چوکاټ کې د علمي کیفیت تر ټولو لوړې معیارونه پوره کړي.