د زراعت پوهنځي لرلید،رسالت او تاریخچه:
ليد لوری (Vision)
د کرنې پوهنځی د هيواد او سيمې د پايداره کرنيزې پراختيا لپاره په ملي او اسلامي روحيه سمبال د ليسانس او ماستر په کچه مسلکې کادرونه روزي.
ماموريت (Mission)
د کرنې پوهنځی د يو اکاډميک او څيړنيز بنیټ په توګه د مسلکي او تجربه لرونکي علمي کادرونو، د پرمختللو وسايلو او عصري میتودونو په مرسته د کرنیز اقتصاد او توسعې، ځنګلونو او طبعي سرچينې، اګرانومي، هارټيکلچر، نباتاتو ساتنې، مالداری او چاپيريال ساتنه په برخه کې د اړتيا سره سم کرنیزه تکنالوژی توليد او ترويجوي..
تاریخچه:
کرنې پوهنځی په (۱۳۸۹) ل ل کال کې د دوه څانګو کرنيز اقتصاد او توسعه ، ځنګلپوهنې او طبيعي سرچينو څانګو په درلودلو سره يې په (۱۳۹۰) ل ل کې خپل فعاليت پيل کړ، همدارنګه په (۱۳۹۲) ل ل کال کې د هارټيکلچرڅانګه ، نباتاتو ساتنې څانګه او اګرانومي څانګه د کرنې پوهنځي د پراختيا پخاطر منظور شوې، چې په راتلونکي کې به د اړتياوو په نظر کې نيولو سره نورې څانګې هم د پوهنتون ریاست مقام په همغږۍ د لوړو زده کړو محترم وزارت ته وړانديز شي.
د يوې لسيزي په موده کې کرنې پوهنځي په بيلابيلو څانګو کې (۶۷۴) تنه په مسلک پوه کادرونه ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړي، په ټوله کې د کرنې پوهنځي تدريسي چارې د (۲۹) تنه کادري غړو په مرسته، اداري چارې د يو تن تدريسي مدير او خدماتي کارونه يې د دوه تنو خدماتي کارکونکو په مرسته مخته ځي. په اوسني حالت کې د کرنې پوهنځي اداري او تدریسي چارې په خپل تعمير کې کوم، چې د لوړو زده کړو محترم وزارت د پراختيايي بوديجې په مرسته جوړ شوی پرمخ وړي. د کرنې پوهنځی په کافي اندازه اداري او تدریسي امکانات په واک کې لري او همدارنګه د محصلينو د عملي کارونو د ترسره کولو لپاره په مناسبه اندازه ځمکه د پوهنتون د ماستر پلان مطابق ورکړل شوې، په تحقيقاتي فارم کې شنه خونه فعاله شوې او د بيلابيلو ميوو باغ جوړ شوی او همدارنګه د پوهنځي شاوخوا کافي اندازه ځنګلي او زينتي بوټي او ونې نهال شوي، چې د پوهنځي په سرسبزۍ کې اغيزناک رول لوبوي.