د مالي او بانکي څانګې په هکله:

د مالي او بانکي څانګې تاریخچه

د  مالي او بانکي څانګه د هیواد د علمي او مسلکي اړتیاوو د پوره کولو په موخه په ۱۳۹۹ کال کې د لغمان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي په چوکاټ کې تأسیس شوه. دا څانګه د دې لپاره رامنځته شوې چې د هیواد د اداري، سوداګریزو او د بانکي او مالي برخو د پرمختګ او اغېزمنو خدماتو وړاندې کولو ته لاره هواره کړي. څانګه ژمنه ده چې د نظري او عملي زده کړو، څېړنو، او مسلکي روزنو له لارې داسې ځوانان وروزي چې وکولای شي د هیواد د اقتصادي ودې، د مالي او بانکي برخو د پراختیا  او ادارې د ښه والي لپاره رغنده رول ولوبوي.

د مالي او بانکي څانګې لید لوری

مالي او بانکي څانګه غواړي چې د خپلو علمي، څېړنیزو او نوښتګرو مهارتونو په مرسته مالي او بانکي چارو کې د ښه کیفیت په درلودلو سره په ملي او منطقوي کچه یو ځانګړی مقام ولري.

د مالي او بانکي څانګې ماموریت

مالي او بانکي څانګه ټولنې ته د مالي او بانکداري په برخو کې د علمي او څېړنیزو برنامو، د نوې ټکنالوژۍ او اسلامي او ملي احساس د وړتیا په کارولو او د ټولنې غوښتنو ته په کتو سره علمي او اکاډمیک کادرونه وړاندې کوي.