د زراعت پوهنځي لرلید،رسالت او تاریخچه:

لرليد:

کرنې پوهنځی به په راتلونکي کې د اسلامی، ملی اواکاډميکو اصولو پربنسټ د علمی کادرونو او شته منابعو په مرسته د هيواد د اړتياوو او غوښتنو سره سم د کرنی سکتور د پراختيا لپاره د ليسانس په کچه مسلکی بشری ځواک روزی او د څړنيزو پروګرامونو د تطبیق لپاره اغيزمن چاپيريال رامنځته کوي.

رسالت :

کرني پوهنځی د يو اکاډميک او څيړنيز بنسټ په توګه د ماستر او دوکتور استاذانو او پرمختللو وسایلو په مرسته د کرنيز اقتصاد او ترويج، هارټيکلچر، ځنګلاتو او چاپيريال ساتني، اګرانومی، نباتاتو ساتنی او مالداری په برخه کې مسلکی کادرونه روزی او څيړنيز پروګرامونه تر سره کوي.

 تاریخچه:

کرنې پوهنځی په (۱۳۸۹) ل ل کال کې د دوه څانګو کرنيز اقتصاد او توسعه ، ځنګلونو او چاپيريال ساتني څانګو په درلودلو سره يې په (۱۳۹۰) ل ل کې خپل فعاليت پيل کړ، همدارنګه په  (۱۳۹۲) ل ل   کال کې د هارټيکلچرڅانګه ، نباتاتو ساتنې څانګه او اګرانومي څانګه د کرنې پوهنځي د پراختيا پخاطر منظور شوې، چې په راتلونکي کې به د اړتياوو په نظر کې نيولو سره نورې څانګې هم د پوهنتون ریاست مقام په همغږۍ د لوړو زده کړو محترم وزارت ته وړانديز شي.

د يوې لسيزي په موده کې کرنې پوهنځي په بيلابيلو څانګو کې (۶۷۴) تنه په مسلک پوه کادرونه ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړي، په ټوله کې د کرنې پوهنځي تدريسي چارې د (۲۴) تنه کادري غړو په مرسته، اداري چارې د يو تن تدريسي مدير او خدماتي کارونه يې د دوه تنو خدماتي کارکونکو په مرسته مخته ځي. په اوسني حالت کې د کرنې پوهنځي اداري او تدریسي چارې په خپل تعمير کې کوم، چې د لوړو زده کړو محترم وزارت د پراختيايي بوديجې په مرسته جوړ شوی پرمخ وړي. د کرنې پوهنځی په کافي اندازه اداري او تدریسي امکانات په واک کې لري او همدارنګه د محصلينو د عملي کارونو د ترسره کولو لپاره په مناسبه اندازه ځمکه د پوهنتون د ماستر پلان مطابق ورکړل شوې، په تحقيقاتي فارم کې شنه خونه فعاله شوې او د بيلابيلو ميوو باغ جوړ شوی او همدارنګه د پوهنځي شاوخوا کافي اندازه ځنګلي او زينتي بوټي او ونې نهال شوي، چې د پوهنځي په سرسبزۍ کې اغيزناک رول لوبوي.